د مسلمانو خويندو احکام icon

د مسلمانو خويندو احکام APK

1 votes, 5.0/5
  • Author:

    هدایت

  • Latest Version:

    1.0

  • Publish Date:

    2016-11-27

The description of د مسلمانو خويندو احکام

د دغه کتاب ځانګړتياوې
۱- د دغه کتاب څو زره جلده چاپ شوی دی ،ډيرو کسانو يې غوښتنه کړې ده خو افسوس د رسيدلو امکان نه وو ، نو ځکه دا دی اوس د الله تعالی په فضل آنلاين شو ټولو مسلمانانو لپاره په ټوله نړۍ کې وقف شو چې په آسانۍ سره يې تر لاسه کولای شي .
۲- دا کتاب د چاپ او ويش سره سم په ډيرو ښځينه مدارسو کې د نصاب په توګه لوستل کيږي .
۳- دا کتاب د مسلمانې خور احکامو ته ځانګړی شوی ،ښځه د ټولنې نيمايي برخه ده که ښځې ته ديني احکام ورسيږي نو اصلاً به يو ديندار کورنۍ جوړيږي ځکه دينداره کورنۍ د متقيانو څخه تشکليږي او په ټولو خلکو کې د الله تعالی څخه ډير هغه کسان وېرېږي چې شرعي علم ولري او په هغه باندې عمل وکړي .
اکثره نارينه د ژوند په چارو کې مشغول وي د اهل عيال اسلامي روزنې ته يې چندان توجه نه وي .
۴- په دغه کتاب کې ځينې داسې احکام بيان شوي دي چې د هغه په باره کې پوښتنه کول ځينو ته شرم او عار ښکاري که څه هم په شرعه کې شرم نشته د ځان پوهول په کار دي خو شيطان به په همدې بې ځای شرم خلک توکه کوي او د يو ستر جرم مرتکب به ګرځي .
۵- په دې کتاب کې د نن عصر ځينې معاصرو فسادونو ته هم اشاره شوې ده چې مسلمانان بايد دغو فسادونو ته متوجه وي .
۶- دا کتاب د شرعي نصوصو په رڼا کې د نړۍ د معتبرو اسلامي منابعو څخه ترتيب شوی دی .
۷-په دې کتاب کې ټول هغه احکام او مسائل جمع شوي دي چې زده کول يې پر مسلمانه خور فرض دي نو ځکه دا کتاب د هر کور ضرورت دی
Show More
Popular Apps In Last 24 Hours
Download
APKPure App